په ننګرهار ولایت کې ۱۱ زیانمنو کورنیو غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د چنګاښ ۳مه-۱۴۰۲
د کډوالۍ نړۍ وال سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په حصارک او سره رود ولسوالیو کې ۱۱ کورنیو ته چې د بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، د پخلنځي توکي، سولري څراغونه او د کور جوړولو وسایل ووېشل شول.