په ننګرهار ولایت کې ۱۰ زیانمن شویو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د تلې ۸مه-۱۴۰۱
د اکټیډ موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو ۱۰ کورنیو ته ۱ میلیون او ۲۶۵ زره نغدي مرستې ووېشلې، او هرې کورنۍ ته۲۶۵۰۰ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.