د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۱۴ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د نه آنلوس او د انټرساس موسسو په مالي ملاتړ، د دې ولایت د سروبي، ده سبز ولسوالیو او کابل ښار اړوند ۳۷۳ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې د نه آنلوس موسسې له لوري ۶۴ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ ډالر او ټولټال شپږ زره او څلور سوه (۶,۴۰۰) ډالر ووېشل شول او همدارنګه د انټرساس موسسې له لوري ۴۵۰ کورنیو هرې یوې ته د درېیم قسط ۵,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال دوه میلیونه او شپږ سوه او لس زره (۲,۶۱۰,۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د ۴۵۰ کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۱۰/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
