په ننګرهار ولایت کې د خطرونو د مدیریت کمېټې ته اړین وسایل ووېشل شول
ننګرهار- د وږي ۲۳مه-۱۴۰۲
د کډوالۍ نړۍ وال سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په کوزکونړ ولسوالۍ کې د خطر کمولو ساختماني پروژې له بشپړېدو وروسته د ژغورنې کمېټه جوړه شوي وه، چې نن ورځ د دې کمېټې غړو ته ۴ بابه خیمې، ترپال، کمپلې، بیلچې، جبل، لباس، لوډ سپیکرونه، بوټان او موزې، واسکټونه او یو شمېر نور وسایل ووېشل.