په میدان وردګ ولایت کې ۵۱۳ بېوزله کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
میدان وردګ- د کب ۱۱مه-۱۴۰۱
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د UNOCHA په مالي ملاتړ او د DRC موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۲۹ زره نغدي افغانۍ ووېشل شوې."
