په میدان وردګ ولایت کې د هاوان مرمۍ او ماینونه خنثی شول

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۷:۳۳
news image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت مرکز میدان ښار په چهار قلعه سیمه کې د هاوان مرمۍ او ماینونه کشف کړل او د تخنیکي ټیمونو په واسطه یې په خوندي توګه خنثی کړل.
دا مرمۍ او ماینونه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا د آریا ماین پاکۍ موسسې په همکارۍ وموندل شول، او د یادې مؤسسې د تخنیکي ټیم له لوري په بریالیتوب او خوندي توګه لمنځه یوړل شول.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس محترم مولوي فیض الله جلالي، د آریا مؤسسې له همکاریو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې د جګړې له پاته چاودېدونکو توکو څخه د سیمو د پاکولو هڅې به دوام ولري او د ولایت په کچه د ماین پاکۍ ګرځنده ټیمونه ټاکل شوي څو ماینونه کشف او لمنځه یوسي او د احتمالي خطرونو څخه مخنیوی وشي.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۲۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، ۸. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۵:۱۲
Background image

۸۱۳ زلزله ځپلو کورنیو ته په سمنګان ولایت کې نغدې مرستې ووېشل شوې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د ۸۱۳ کورنیو ته چې کورونه یې د وروستۍ زلزلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۰
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۶ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د دره ولسوالۍ اړوند ۱۲۶. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .