د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دی ولایت د بهسود، خوګیاڼي، پچیراګام، شیرزاد او شینوار ولسوالیو ۱۷۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش په دې لړۍ کې، له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵،۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول نه سوه او اووه نوي زره او شپږ سوه (۹۹۷،٦٠٠) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د دغو مرستو له امله خوښي څرګنده کړه او د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، WFP او ARCIO مؤسسو څخه یې مننه او قدرداني وکړه.
