په میدان وردګ ولایت کې د راکټ  مرمۍ او ناچاوده توکي خنثی شول

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۶:۴۹
news image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز په کهنه خمار او پهلوان خېل سیمو کې یو عدد بم لېت, د راکټ دوه مرمۍ او څلوېشت ملي متري ناچاوده توکي کشف کړل او د تخنیکي ټیمونو په واسطه یې په خوندي توګه خنثی کړل.
دا مرمۍ او ناچاوده توکي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا د آریا ماین پاکۍ موسسې په همکارۍ وموندل شول، او د یادې مؤسسې د QRT-4 تخنیکي ټیم له لوري په بریالیتوب او خوندي توګه لمنځه یوړل شول.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ مسؤلینو، د آریا مؤسسې له همکاریو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، چې له جګړې پاتې چاودېدونکو توکو څخه د سیمو د پاکولو هڅې به دوام ولري او د ولایت په کچه د ماین پاکۍ ګرځنده ټیمونه ټاکل شوي څو ماینونه کشف او لمنځه یوسي او د احتمالي خطرونو څخه مخنیوی وشي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۰۵ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۶:۵۱
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د UNICEF دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله داخلي بېځایه شویو ۸۹ کورنیو غیرخوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت اړوند ۱۱۴ کورنیو ته چې د وروستیو قدرتي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، د دوهم پړاو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شېګل ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د شېګل ولسوالۍ د لچي په کلي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .