په میدان وردګ ولایت کې د اورلګېدو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي کمپاین د دوهم ځل لپاره ترسره شو
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مشر محترم مولوي فیض الله جلالي په لارښوونه، د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اورلګېدو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوي کمپاین د دوهم ځل لپاره ترسره شو. دا کمپاین د یاد ریاست د خطرونو د کمولو مدیریت له لوري پلان شوی او په لومړي ځل د ۱۴۰۳ د تلې میاشتې په ۳۰مه نېټه پیل شوی و، چې کلینیکونه، دولتي او خصوصي بانکونه، د تېلو ټانکونه، سوپر مارکېټونه، او د خوراکي او غیر خوراکي توکو دوکانونه یې پوښلي و.
همدارنګه په دوهم ځل ترسره شوي دې کمپاین کې، د اورلګېدو مخنیوي اړینې سپارښتنې ترتیب او په بازارونو او پاتې سیمو کې نصب شوې. ورته مهال د یاد ولایت هټیوالو او سوداګرو د دې کمپاین هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د اورلګېدو د مخنیوي لپاره به لازم تدابیر ونیسي.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره