په میدان وردګ ولایت کې د اورلګېدو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي کمپاین د دوهم ځل لپاره ترسره شو

rahyab
Wed, Nov 06 2024 11:25 AM
news image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مشر محترم مولوي فیض الله جلالي په لارښوونه، د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د اورلګېدو د مخنیوي په اړه عامه پوهاوي کمپاین د دوهم ځل لپاره ترسره شو. دا کمپاین د یاد  ریاست د خطرونو د کمولو مدیریت له لوري پلان شوی او په لومړي ځل د ۱۴۰۳ د تلې میاشتې په ۳۰مه نېټه پیل شوی و، چې کلینیکونه، دولتي او خصوصي بانکونه، د تېلو ټانکونه، سوپر مارکېټونه، او د خوراکي او غیر خوراکي توکو دوکانونه یې پوښلي و.
همدارنګه په دوهم ځل ترسره شوي دې کمپاین کې، د اورلګېدو مخنیوي اړینې سپارښتنې ترتیب او په بازارونو او پاتې سیمو کې نصب شوې. ورته مهال د یاد ولایت هټیوالو او سوداګرو د دې کمپاین هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د اورلګېدو د مخنیوي لپاره به لازم تدابیر ونیسي.

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

Latest news

Sun, Mar 15 2026 3:01 PM
Background image

The Directorate of Disaster Management of Kabul Province distributed food and non-food assistance to 300 deserving families

Under the guidance of Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, the Directorate of Disaster Management for Kabul. . .

Sun, Mar 08 2026 1:41 PM
Background image

An MoU for joint cooperation between ANDMA and the Child Protection Organisation was Signed with a total value of 841,122 dollars

This morning on Sunday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management, Authority, met at his office with Mahmoud Pacha,. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .