په لغمان ولایت کې ۷۷ زیانمنو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې

لغمان- د غبرګولي ۸مه-۱۴۰۳
د لغمان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د WFP موسسې سره په همکاري، د یاد ولایت اړوند ۷۷ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۱۸.۲ لیټره غوړي، ۲۵ کیلو دالنخود، ۲ کیلو مالګه او ۲.۱ کیلو د تقویې بسکېټ ووېشل شول.