په فراه ولایت کې ۴۰۱ بېوزله، زیانمنو، د شهیدانو ورثه او مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
فراه- د سلواغې ۲۲مه-۱۴۰۲
د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت اړوند ۴۰۱ بېوزله، زیانمنو، د شهیدانو ورثه او مستحقو کورنیو ته د فراه ولایت مقام د حکم پر بنسټ خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱ پاکټ قند او ۱ عدد روغتیایي کېټ ووېشل شول.