په فراه ولایت کې ۱۲۱۵ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي توکي ووېشل شول

فراه- د زمري ۲۳مه-۱۴۰۱
د فراه ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، هغو ۱۲۱۵ کورنیو ته چې د یاد ولایت په دیر چمن ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ بوتله غوړي او ۶ کیلو دال ووېشل.