په سمنګان ولایت کې د پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست، تېره ورځ په یاد ولایت کې د پېښو له امله زیانمنو ۸ کورنیو ته له کره سروې او د یاد ولایت مقام له حکم سره سم خوراکي مرستې ووېشلې.
۵ په دې مرستو کې ۷ کورنیو ته ۵۰ کیلو اوړه هرې کورنۍ ته، او د اورلګېدنې له امله ۱ زیانمنې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۱۲ کیلو مکروني، لیټره غوړي او ۱ کارټن مګي آش ووېشل شول.
نېټه: د ربیع الاول ۲۲-۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره