په زابل ولایت کې د 24 شهیدانو ورثه ته نغدي مرستې ووېشل شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه, د 24 شهیدانو ورثه ته چې د کورنۍ غړي یې په بېلابېلو ولسوالیو کې د سېلابونو او طوفانونو له امله له لاسه ورکړي و, د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا نغدي مرستې ووېشل شوې.
په دې لړۍکې چې د یاد ولایت یو شمېر مسؤلینو هم شتون درلود د یاد ریاست مشر محترم مولوي عیدالله عابدي لخوا د هر شهید کورنۍ ته 40,000 افغانۍ ووېشل شوې.
همدارنګه مولوي عبدالله عابدي ووېل چې, دا مرستې بسنه نکوي او په راتلونکې کې به هم خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوو.
د مرستو ترلاسه کونکو له مسؤلینو د مرستو په پار مننه او قدرداني څرګنده کړه.
نېټه:1446/4/25
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره