په زابل ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۶ زیانمنو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
زابل- د چنګاښ ۲۴-۱۴۰۳
د DRC موسسې د زابل ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت مرکز قلات او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۶ کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې د ناچاوده توکو د چاودېدو له امله شهیدان او ټپیان شوي و، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
د نغدو مرستو د وېش په لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۹۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.