په خوست ولایت کې ۴۰۳ زلزله ځپلو کورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې
خوست- د کب ۴مه-۱۴۰۱
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د IOM موسسې سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۴۰۳ زلزله ځپلو کورنیو ته چې کورونه یې په نیمه او بشپړه توګه ویجاړ شوي و، له سروې وروسته د کور کرایې لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنۍ ته ۱۴۵۰۰ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.
