په خوست ولایت کې ۱۸ کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه
خوست- د غوایي ۶مه- ۱۴۰۱
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، هغو ۱۸ کورنیو ته چې د کورنۍ غړي یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا د بمبار له امله شهیدان شوي و، د موظف هیئت په شتون کې هرې ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.
د یادونې وړ ده چې په یادو توکو کې: د ماشومانو د لوبو کېټ، صابن، د اوبو پاکولو اکوا ګولۍ، هایجن کېټ، د واش کېټ او ژمنۍ کېټ شامل و.
