په بلخ ولایت کې د ۳۰۶ بېوزله کورنیو لپاره د پېښو خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو پروګرام ترسره او خوراکي توکي ووېشل شول

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د مزار شریف ښار بېلابېلو ناحیو اړوند ۳۰۶ بېوزله او زیانمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش سره هم مهاله د پېښو خطرونو په اړه د پوهاوي ورکولو پروګرام ترسره کړ.
په دې پروګرام کې د دې ترڅنګ چې یاد شمېر هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې، او همدارنګه د پېښو د خطرونو کمولو، د زلزلې، اورلګېدنې او سېلاب پر مهال د شخصي او ټولنیز خوندیتوب په اړه پوهاوی ورکړل شو، چې اټکل کېږي په غیر مستقیم ډول به ۲۱۴۲ کسانو ته دغه پوهاوی ورکړل شي.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره