په بلخ ولایت کې د وچکالي له امله 1525 اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش
نو ورځ سه شنبه, د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د وچکالي له امله 1525 اغېزمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې.
دا مرستې د دست به دست موسسې لخوا د وچکالي له امله زیانمنو کسانو لپاره د بېړنیو مرستو برابرول د پروژې تر نامه لاندې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍملي ادارې سره د هوکړه لیک له مخې, او د بلخ ولایت له پښو سره مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د دې پروژې څارنه وشوه.
د یادونې وړ ده چې دا پروژه په څلورو پړاوونو کې پلي کېږي چې په دویم قسط کې هرې کورنۍ ته 50 کیلو اوړه, 4 لیټره غوړي, 4 کیلو لوبیا او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
1446/4/19
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره