په ارزګان ولایت کې ۶۸۳ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې
ارزګان- د سلواغه ۱۴مه-۱۴۰۲
د DAARTT موسسې د ارزګان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت ګیزاب ولسوالۍ اړوند ۶۸۳ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۰۴۹۰ افغانۍ او ۵ تختې کمپلې ووېشل شوې.