په ارزګان ولایت کې ۴۷ سېلاب ځپلو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې
ارزګان- د وري ۸مه-۱۴۰۳
د ارزګان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، د یاد ولایت مرکز ترینکوټ او بېلابېلو ولسوالیو اړوند ۴۷ کورنیو ته چې د وروسته سېلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې له یادې جملې ۱۶ کورنیو ته ۲ بورۍ غنم، ۱ باب خیمه هرې کورنۍ ته، او پاتې ۳۱ کورنیو ته ۱۰۰ کیلو غنم هرې کورنۍ ته ووېشل شول.