ورستیو سېلاب ځپلو ته د  کومک رسېدنې په موخه بېړنۍ غونډه ترسره شوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۴:۴۷
تصویر خبر

نن سهار د پنجشنبې ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي دهیواد په کچه دملی او نړیوالو اړونده موسسو  مسولین او استازی  دعاجلی بیړنی غوندی لپاره راوغوښتل او په خپل کاری دفتر کی  یې بیړنی غونده دائره کړل. په غونډه کې د UN-OCHA ،WFP، IOM، ECHO، IHH، UNICEF  او د ES-NFI سازمانونو استازو، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، د بیړنیو حالاتو رئیس او د نړیوالو اړیکو سرپرست ګډون درلود.
په دې ناسته کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابی د ملي او نړیوالو موسسو او د ملګرو ملتونو سازمانونو له بشري مرستو  څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې وروستیو سېلابونو د ټول هیواد په کچه په اکثرو ولایتونو کی خصوصاً  په ۱۳ ولایتونو کې زیات مالي او ځاني زیانونه اړولي دي، نو له همدې امله  یی د ټولو بنسټونو څخه غوښتنه وکړل چی دسیلاب ځپلو سره په ۷۲ ساعته کی دننه دننه تاسو دخپلو امکاناتو سره  سم دسیلاب ځپلو سره اړین کومکونه وکړۍ.  
همداراز  ترابی صاحب د مرستو د ښه مدیریت او د شفافیت د رامنځته کولو په منظور ، د دې ادارې او د نړیوالو موسسو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړۍ.
ورپسې، د UN-OCHA، WFP، IOM، ECHO، IHH، UNICEF  او د ES-NFI سازمانونو استازو ترابی صاحب ته د، خوراکی، غیر خوراکي ، روغتایی او لنډمهاله سرپناه مرستو د چمتوالۍ ډاډ ورکړ. هغوی وویل چې سېلاب ځپلو ته به د مرستو رسولو هڅې د کاري لومړیتوبونو په سر کې وي. او دامکان په صورت کی به په ۷۲ ساعته کی دننه خپل کومکونه ورسوو.
د غونډې په پای کې، د سېلاب ځپلو سره د ستونزو پر  بیړنی حل کولو باندی ټینکار وسو.

نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت اړوند ۱۰۳ کورنیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۳۲
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سروبي ولسوالۍ کې د ۸ کاریزونو د پاکولو او بیارغونې له بهیر څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د انټرساس مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروبي ولسوالۍ د مسته‌چینې، فرمان، میاخېل، تنګي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۵۴
Background image

د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (QR-09) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د المش کلي په سیمه کې ناچاوده توکي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .