ننګرهار ولایت کې ۴۸۸ زیانمن شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

ننګرهار- د وږي۳مه -۱۴۰۱
WFP موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت بیلابیلو ولسوالیو اړوند ۴۸۸ زیانمن شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې د دې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو وریجې، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۲.۵ کیلو دال، ۱ کیلو مالګه او مالګه ووېشل شوه.