له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په خپلو دفترونو کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون پلي کولو په موخه غونډه ترسره کړه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۱:۳۶
news image

تېره ورځ چهار شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس او د ادارې سرپرست محترم مولوي محمد علم عالمیار په مشرۍ، د دې ادارې اړوند دفترونو کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون پلي کولو په موخه غونډه، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالخالق عابد، د مقام د دفتر رئیس مولوي فضل الباري جواد، دامام مولوي محمد صادق او مدرس مفتي عبدالمنان طیب په شتون کې ترسره شوه. 
غونډه د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه.
په دې غونډه کې دغه قانون ماده په ماده له ویلو وروسته په بشپړ ډول د پلي کولو او د ادارې کارکوونکو ته د بیانولو په اړه هر اړخېز بحث وشو او د خنډونو او ستونزو له پېژندنې وروسته د حل لارې موندلو لپاره د نظرونه تبادله وشوه.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

نیټه: ۱۴۴۶/۶/۱۷
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کندهار د کډوالو مؤسسې ترمنځ د یو سل او نوي زره او یو سل او شپږ (۱۹۰,۱۰۶) ډالرو په ټولیز ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک شوه

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د کندهار د کډوالو مؤسسې د پروګرامونو له مدیر بشیر احمد خالد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۹
Background image

په غور ولایت کې د یو پُلچک د شاوخوا ډکولو کار روان دی 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۴۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډویژن نړیوالي مؤسیسې ترمنځ (۱,۲۷۱,۰۰۰) د یو میلیون او دوه سوه یو اویا زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک سوه.

نن ورځ چهار شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي  د ورلډ ویژن نړیوالي مؤسسې له رئیس عبدالوهاب ارش سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د (۱,۲۷۱,۰۰۰). . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .