له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مرکزي ګدام او د کابل ولایت ګدام په معیارۍ ډول  ترمیم او جوړ سول    

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۲:۲۰
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، د یادې ادارې مرکزي او د کابل ولایت ګدامونه چې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په انګړ کې شتون لري، د معیارۍ ترمیم او معیاري کولو وروسته په خوندي توګه د خوراکي او غیر خوراکي توکو د زېرمه کولو لپاره چمتو شول.
د یادونې وړ ده، چې مخکې دې ادارې د ملي پراختیا د ارزاقو ریاست ځینې ګودامونه په کرايه نیولي وو؛ خو اوس مهال له ډېرو هڅو وروسته، د دې ادارې ګودامونه چې مخکې غیرمنظم او غیر معیاري وو، او په یوه برخه کې یې نه کارېدونکي وسایل او اوسپنیز توکي ځای پر ځای شوي وو، تخلیه شول او اوس په منظم او معیاري ډول د مرستندویه توکو د زېرمه کولو لپاره چمتو سول.
باید ووېل شي، چې د دې ګدامونو په ترمیم سره له یوې خوا د کرايې له ورکولو څخه سپما وسول ، او له بلې خوا به د خوراکي او غیر خوراکي توکو د خرابېدو او ورستېدو مخنیوی کېږي. همداراز، له دې ګودامونو څخه ترلاسه شوي وسایل چې د ترمیم وړ وه، هغه ترمیم سول او د دې ادارې مرکزي او ولایتي ریاستونو ته  به ولیږل سی، او هغه وسایل چې د ترمیم وړ نه دي، داغمه او لیلام ته به وړاندې سی.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۲:۲۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مرکزي ګدام او د کابل ولایت ګدام په معیارۍ ډول  ترمیم او جوړ سول    

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، د یادې ادارې مرکزي او د کابل ولایت ګدامونه چې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په انګړ کې شتون لري، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۲۱:۱۲
Background image

سرپرست اداره ملی آمادگی مبارزه با حوادث با رئیس مؤسسه جینوا کال و هیئت همراه وی دیدار کرد

امروز سه‌شنبه، سرپرست اداره ملی آمادگی مبارزه با حوادث در دفتر کاری خود با فهد عباسی رئیس مؤسسه جینوا کال در افغانستان، نجیب‌الله سلیمان‌خیل، مشاور دسترسی به خدمات بشردوستانه و روابط و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۲۱:۴
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۰ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست له لوري د ژغورنې نړیوالې کمېټې سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .