له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مرکزي ګدام او د کابل ولایت ګدام په معیارۍ ډول  ترمیم او جوړ سول    

rahyab
Wed, Jan 15 2025 12:20 PM
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، د یادې ادارې مرکزي او د کابل ولایت ګدامونه چې د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په انګړ کې شتون لري، د معیارۍ ترمیم او معیاري کولو وروسته په خوندي توګه د خوراکي او غیر خوراکي توکو د زېرمه کولو لپاره چمتو شول.
د یادونې وړ ده، چې مخکې دې ادارې د ملي پراختیا د ارزاقو ریاست ځینې ګودامونه په کرايه نیولي وو؛ خو اوس مهال له ډېرو هڅو وروسته، د دې ادارې ګودامونه چې مخکې غیرمنظم او غیر معیاري وو، او په یوه برخه کې یې نه کارېدونکي وسایل او اوسپنیز توکي ځای پر ځای شوي وو، تخلیه شول او اوس په منظم او معیاري ډول د مرستندویه توکو د زېرمه کولو لپاره چمتو سول.
باید ووېل شي، چې د دې ګدامونو په ترمیم سره له یوې خوا د کرايې له ورکولو څخه سپما وسول ، او له بلې خوا به د خوراکي او غیر خوراکي توکو د خرابېدو او ورستېدو مخنیوی کېږي. همداراز، له دې ګودامونو څخه ترلاسه شوي وسایل چې د ترمیم وړ وه، هغه ترمیم سول او د دې ادارې مرکزي او ولایتي ریاستونو ته  به ولیږل سی، او هغه وسایل چې د ترمیم وړ نه دي، داغمه او لیلام ته به وړاندې سی.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

Wed, May 13 2026 3:19 PM
Background image

The Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority Met with Uzbekistan’s Ambassador to Afghanistan

Today On Wednesday morning, Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, met at his office with H.E. Aybek Usmanov, the. . .

Tue, May 05 2026 4:58 PM
Background image

The General Director of ANDMA Participates and Delivers Speech in the Introduction, Analysis and Explanation Program of the 2025–2029 Strategic Plan

Today in morning, on Tuesday, His Excellency Alhaj Mullah Nooruddin Turabi, the Director General of Afghanistan National Disaster Management Authority, participated and delivered a. . .

Wed, Apr 29 2026 10:16 AM
Background image

Deputy for Coordination of Disaster Affairs Oversees the Demolition of 12 Boulder Masses Posing Landslide Risks in Kapisa

His Excellency Alhaj Mullah Abdul Wali Saranwal (Haji Waris), the Deputy for Coordination of Disaster Affairs at Afghanistan National Disaster Management Authority, along with His. . .

AnnouncementsAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .