له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د (UNDP) له رئیس سره وکتل 

tamim_azimi
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۹:۹
news image

نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کي د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس ښاغلي سټیفن رودریګز، د اقلیمي بدلون د پرټفولیو معاون ښاغلي نجیب الله یوسفي او د ارشد تخنیکي متخصص ⁠سید آصف محمدی سره  وکتل.
 ترابي صاحب د یاد سازمان راغلي پلاوي  ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي خوښ یو چي یو دبل سره همکاري کوو او موږ تل هڅي کړي دي چي دبیلابیلو سازمانونو او مؤسیسو په همکارۍ خلګو ته اساسي خدمتونه ترسره کړو.
همدا راز ترابي صاحب وویل چي ددې ادارې د انجینرۍ ټیم په مرسته مو شاوخوا ۴۰۰۰ زره هغه نقطې معلومي کړي دي چي پروژو ته ضرورت لري او شاوخوا د ۸۰۰  هغه نقطو چي پروژو ته ضرورت لرې د ډیزاین او براورد ټول مو کارونه خلاص کړي تر څو سازمانونه او مؤسیسات پر دغه پروژو کار وکړي. 
ورسته ښاغلي سټیفن رودریګز وویل چي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په کارونو کې چټکتیا روښانه ده او موږ له تاسو مننه کوو چي کارونه مو په چټکۍ روان کړي دي.
 همدا راز ښاغلي رودریګز وویل چي د پېښو د مدیریت په برخه کي به په ګډه هڅه کوو چي خلګو ته اساسي کارونه وکړو او هغه لیستونه به موږ ته راکړئ چي ددې ادارې د انجینرانو لخوا شاوخوا (۴۰۰۰) زره نقطې معلومي سوي دي.
په ورسیتو کي د دواړو لورو لخوا ژمنه وسوه چي په ګډه به هغه ستونزي له منځه وړو چي خنډونه یی رامنځ کړي دي.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۵/۰۵ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .