له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د NPA نړیوالې مؤسسې له رئیس سره وکتل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۲
777

نن یکشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د NPA نړیوالې مؤسسې له رئیس ښاغلي رسل، د ناروې د دفتر له مسؤلینو قاسم هاشمي او ښاغلي دروین او د هغوی له مل پلاوي سره وکتل.

محترم ترابي صاحب وویل چې دا اداره تل د همکارو مؤسسو او بنسټونو مسؤلینو ته ډاډ ورکوي چې ملاتړ به یې کوي او په مرکز او ولایتونو کې د موسسو لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي، تر څو وکولای شي خپلې پروژې پر خپل وخت پلي کړي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې دا اداره مؤسسې هڅوي تر څو د هېواد د خلکو په ګټه د لا زیاتو بودجو د جلبولو لپاره هڅې وکړي. 

د ادارې لوی رئیس همدارنګه وویل چې د دې ادارې د لومړیتوبونو لړلیک ترتیب شوی دی او له دوی سره به شریک شي، تر څو د یو لارښود په توګه وکارول شي او په هماغه برخه کې فعالیتونه ترسره کړي.

په همدې حال کې، ښاغلي رسل د ادارې د لوی رئیس له پرله پسې ملاتړونو څخه ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چې د دې ادارې له لوري د مناسب کاري چاپېریال په برابرېدو سره به هڅه وکړي تر څو لا زیاته بودجه جلب کړي او د ماین‌پاکۍ ملي مؤسسو له لارې به  پروژې په ګډه توګه پلي کړي.

همدارنګه، د ناروې د دفتر یو مسؤل ښاغلي دروین د یادې مؤسسې د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دا مؤسسه له ۸۵ کلونو راهیسې فعالیت لري، په ۷۰ هېوادونو کې یې فعالیتونه ترسره کړي او اوس هم  په ۳۵ هېوادونو کې فعالې پروژې لري. نوموړي زیاته کړه چې  افغانستان د دې مؤسسې په ستراتیژۍ کې   په لومړیتوب کې شتون لري.

په پای کې، د ادارې د لوی رئیس لخوا هغه ډالۍ چې د یاد پلاوي لپاره په پام کې نیول شوې وې،  د NPA موسسی د ناروې د دفتر مسؤل ته وسپارل .

نېټه:۱۴۴۷/۸/۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .