له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د هیلو ټرسټ موسسې له رئیس او د ری‌اکټ موسسې د نړیوالو عملیاتو له مسؤل سره وکتل

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۸
news image

نن سهار د دوشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هیلو ټرسټ نړیوالې موسسې له رئیس محترم ډاکتر فرید همایون او د ری‌اکټ موسسې د نړیوالو عملیاتو له مسؤل پال تاولر سره چې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ غازي آباد پنډغالي پر لور تلونکي وو، وکتل.
محترم ترابي صاحب مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ری‌اکټ موسسې مرستې په ځانګړي ډول د لټون او ژغورنې په وسایلو او تجهیزاتو کې مهمې وبللې. نوموړي ټینګار وکړ چې د بېړنیو حالاتو لپاره د اغېزناکې ځواب وینې په موخه د ادارې د داخلي وړتیاوو پیاوړي کول یوه جدي اړتیا ده. هغه زیاته کړه چې د بیړنیو حالاتو پر مهال د بهرنیو ټیمونو راتګ ستونزمن او لږ اغېزناک وي، نو غوره لاره داده چې د ادارې داخلي امکانات پیاوړي شي، او له موسسې یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
ورته مهال، د ری‌اکټ موسسې د نړیوالو عملیاتو مسؤل، پال تاولر، له محترم ترابي صاحب څخه د لیدنې د فرصت برابرولو په پار مننه وکړه او ویې ویل چې زموږ موخه د دې ادارې سره د همکاریو د څرنګوالي ارزونه ده. هغه زیاته کړه چې د پېښو پر مهال همغږي او چمتووالی ځانګړی اهمیت لري او موږ لېوالتیا لرو چې د یو ګډ هوکړه لیک له لارې د دې ادارې سره همکاري ولرو، څو افغانان په بیړنیو حالاتو کې په خپله په لومړي سر کې اقدام وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې زموږ هڅه دا ده چې د موجوده امکاناتو او یا هم د نورو سرچینو له لارې د بېړنیو پېښو د ځواب وینې لپاره اړین تجهیزات برابر کړو.
همدارنګه، محترم ترابي صاحب د یادو موسسو مسؤلینو ته وویل چې کله تاسې پنډغالي ته ورسېږئ، نو په دوه ساعتونو کې به پخپله ووینئ چې د زلزله ځپلو لپاره د بېړنیو مرستو څومره اړتیا ده. 

نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۳۵
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته نغدې مرستې وویشلې

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رازي موسسې په مالي همکارۍ، له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباري ډول راستنېدونکو او د یاد ولایت د مرکز په پنځمې او شپږمې ناحیه کې مېشتو ۳۰۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۷
Background image

د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د ١٠٠ متره تړل شوی سړک پرانیستل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام په لارښوونه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د دې ولایت د جلریز ولسوالۍ په سنګلاخ حوزې راقول سیمه کې د غر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلابونو له امله د زیانمنو سیمو سروې پیل کړې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو موسسو په همکارۍ د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د زیانمنو سیمو د سروې لړۍ پیل کړې ده، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .