له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نوې اداري ودانۍ په ځانګړو مراسمو کې پرانیسته

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۱۹
news image

نن ورځ د چهارشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابی، میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او په ځانګړو مراسمو او د ولایت مقام مرستیال، محترم مولوي فریدالله قیام، د ولایت مقام د دفتر رئیس، محترم مفتي ضابط حارث، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي فیض الله جلالي، د قومندانۍ مرستیال، محترم مولوي نورالله ناصح، د ولایت د بیلابیلو ادارو رئیسانو، مشرانو او خبریالانو په شتون کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اداري ودانۍ چې تازه جوړه شوې ده، پرانیسته او رسماً یې ګټې اخیستنې ته وسپارله.
په نننۍ غونډه کې، محترم ترابی صاحب ټینګار وکړ چې د مناسب کاري چاپېریال درلودل کولای شي په هره اداره کې د خدمتونو پر کیفیت او چټکتیا مستقیم او څرګند اغېز ولري. له همدې امله، موږ هڅه کړې چې دا ودانۍ په دریېو پوړونو کې جوړه کړو؛ چې د ګدام لپاره د ځکمې لاندې یو پوړ او دوه اداري پوړونه د ریاست د چارو د پرمخ وړلو لپاره په کې شامل دي. دغه پروژه د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده او په څلورو نورو ولایتونو سمنګان، کندهار، خوست او کاپیسا کې دا پروژې په همدې ډیزاین سره یا بشپړې شوې دي او یا هم بشپړېدو ته نږدې دي.
هغه د میدان وردګ ولایت خلکو ته د دې ودانۍ د مبارکي ویلو ترڅنګ څرګنده کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې تل هڅه کړې چې د پېښې په صورت کې زیان‌منو خلکو ته بېړني خدمتونه وړاندې کړي، او دغه ودانۍ کولای شي چې د غوره خدمتونو وړاندې کولو، د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي او د ورځنیو فعالیتونو د اسانتیا لپاره زمنیه برابره کړي.
همدارنګه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي فیض الله جلالي د ادارې د لوی رئیس له لوري د دې ودانۍ د جوړولو د هڅو لپاره ځانګړې مننه وکړه او پروژه یې حاضرینو ته تشریح کړه.
ورته مهال، د ولایت مقام د دفتر رئیس، محترم مفتی ضابط حارث او نورو ګډونوالو هم په خپل وار سره ویناوې وکړې او څرګنده یې کړه چې د دې ودانۍ جوړول د مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو او پر وخت د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې یو اغېزناک ګام دی. همدارنګه ټینګار وشو چې د داسې معیاري تأسیساتو جوړول کولای شي په ادارو کې د ظرفیت د لوړولو، د مدیریت د ښه‌والي او د خلکو لپاره د چټکو او باکیفیته خدمتونو د برابرولو په برخه کې مهم رول ولوبوي. ګډونوالو له ترسره شویو هڅو په مننې سره هیله څرګنده کړه چې د نورو برخو د اداري تأسیساتو د جوړولو بهیر هم دوام ومومي او د ښه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره نورې بنسټیزې ودانۍ هم جوړې شي.
په پای کې، د ولایت مقام له لوري پر وخت د خدماتو وړاندې کولو په پار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس او همکارانو ته یې ډالۍ ورکړل شوې، او د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس هم ګډونوالو ته د هغوی لپاره په پام کې نیول شوې ډالۍ ورکړې.

نیټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۱۰
Background image

د ماین پاکۍ د ۱۲ متخصصینو لپاره د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس (دریمه لوړه کچه) د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په غوښتنه او د ARTIOS نړیوال شرکت په تطبیق سره، د درېیو اوونیو لپاره د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په روزنیز مرکز کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۹
Background image

د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د کوه تلویزیون په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

نن ورځ د پنج شنبې سهار د ۰۲/۱/۱۴۴۸ هـ.ق چې د ۱۴۰۵/۰۳/۲۸ نيټې سره سمون لرې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۰
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ زده کوونکو ته ښوونیز او تفریحي وسایل ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د وارچایلډ انګلستان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .