له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست نوې اداري ودانۍ په ځانګړو مراسمو کې پرانیسته
نن ورځ د چهارشنبې په سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابی، میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او په ځانګړو مراسمو او د ولایت مقام مرستیال، محترم مولوي فریدالله قیام، د ولایت مقام د دفتر رئیس، محترم مفتي ضابط حارث، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي فیض الله جلالي، د قومندانۍ مرستیال، محترم مولوي نورالله ناصح، د ولایت د بیلابیلو ادارو رئیسانو، مشرانو او خبریالانو په شتون کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست اداري ودانۍ چې تازه جوړه شوې ده، پرانیسته او رسماً یې ګټې اخیستنې ته وسپارله.
په نننۍ غونډه کې، محترم ترابی صاحب ټینګار وکړ چې د مناسب کاري چاپېریال درلودل کولای شي په هره اداره کې د خدمتونو پر کیفیت او چټکتیا مستقیم او څرګند اغېز ولري. له همدې امله، موږ هڅه کړې چې دا ودانۍ په دریېو پوړونو کې جوړه کړو؛ چې د ګدام لپاره د ځکمې لاندې یو پوړ او دوه اداري پوړونه د ریاست د چارو د پرمخ وړلو لپاره په کې شامل دي. دغه پروژه د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت بشپړه شوې ده او په څلورو نورو ولایتونو سمنګان، کندهار، خوست او کاپیسا کې دا پروژې په همدې ډیزاین سره یا بشپړې شوې دي او یا هم بشپړېدو ته نږدې دي.
هغه د میدان وردګ ولایت خلکو ته د دې ودانۍ د مبارکي ویلو ترڅنګ څرګنده کړه چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې تل هڅه کړې چې د پېښې په صورت کې زیانمنو خلکو ته بېړني خدمتونه وړاندې کړي، او دغه ودانۍ کولای شي چې د غوره خدمتونو وړاندې کولو، د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي او د ورځنیو فعالیتونو د اسانتیا لپاره زمنیه برابره کړي.
همدارنګه، د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم مولوي فیض الله جلالي د ادارې د لوی رئیس له لوري د دې ودانۍ د جوړولو د هڅو لپاره ځانګړې مننه وکړه او پروژه یې حاضرینو ته تشریح کړه.
ورته مهال، د ولایت مقام د دفتر رئیس، محترم مفتی ضابط حارث او نورو ګډونوالو هم په خپل وار سره ویناوې وکړې او څرګنده یې کړه چې د دې ودانۍ جوړول د مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو او پر وخت د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې یو اغېزناک ګام دی. همدارنګه ټینګار وشو چې د داسې معیاري تأسیساتو جوړول کولای شي په ادارو کې د ظرفیت د لوړولو، د مدیریت د ښهوالي او د خلکو لپاره د چټکو او باکیفیته خدمتونو د برابرولو په برخه کې مهم رول ولوبوي. ګډونوالو له ترسره شویو هڅو په مننې سره هیله څرګنده کړه چې د نورو برخو د اداري تأسیساتو د جوړولو بهیر هم دوام ومومي او د ښه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره نورې بنسټیزې ودانۍ هم جوړې شي.
په پای کې، د ولایت مقام له لوري پر وخت د خدماتو وړاندې کولو په پار له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس او همکارانو ته یې ډالۍ ورکړل شوې، او د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس هم ګډونوالو ته د هغوی لپاره په پام کې نیول شوې ډالۍ ورکړې.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۵/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
