له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د مالیزیا د طبي مرستو ټولني د راغلي پلاوي سره وکتل

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۳:۵۰
تصویر خبر

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د مالیزیا د طبي مرستو ټولني د اجراییه مدیر حافظ احمد امیرول او راغلي پلاوي سره وکتل. 
ښاغلې ترابي صاحب له هرڅه مخکي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ورڅخه وکړه چي د کنړ ولایت زلزله ځپلو کورنیو ته د مرستي په موخه راغلي دي او باید د یادو زیانمنو کورنیو سره هرډول مرستي وسي.
همداراز، ښاغلې ترابي صاحب زیاته کړه چي هر سازمان یا مؤسیسه چي هر ځای مرستي ویشي، موږ ورسره پوره همکارۍ کوو او آسانیتاوي ورته برابره وو.
د مالیزیا د طبي مرستي ټولني اجراییه مدیر، ښاغلې حافظ امیرول د یادي ادارې د کاري ټیم څخه یې ځانګړې مننه وکړه او زیاته یې کړل چي موږ په تیره ورځو کې د کنړ ولایت زلزله ځپلو کورنیوڅخه لیدنه وکړل او د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ ژیړي بابا کمپ کي زیانمنو کورنیو ته سیار روغتیایي کلینکونه، سیار تشنابونه او واش په برخه کي خدمتونه ترسره کړل.

نېټه: ۱۴۴۷/۳/۱۸ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .