له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د سره صلیب د نړیوال فدراسیون (IFRC) د آسیا–اقیانوسیه له سیمه‌ییز رئیس سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۲۲
123

نن چهارشنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د سره صلیب د نړیوال فدراسیون (IFRC) د آسیا–اقیانوسیه له سیمه ییز رئیس، ښاغلي الکساندر متئو او د یاد فدراسیون د افغانستان د برخې له رئیس، ښاغلي ډاکټر حسام فیصل سره وکتل.

محترم ترابي صاحب په دې ناسته کې IFRC یو ښه همکار وباله او ویې ویل چې د دواړو بنسټونو کارونه له یو بل سره ډېر نږدې دي او د اړیکو د لا پیاوړتیا او د ګډو فعالیتونو د پراختیا لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي، چې موږ ورته بشپړ چمتووالی لرو. د ادارې لوی رئیس د کډوالو پر ستونزو هم خبرې وکړې او د خطرونو د مدیریت په برخه کې یې د ادارې د پروګرامونو یادونه وکړه. هغه وویل چې د اقلیمي بدلونونو له امله افغانستان د بېلابېلو پېښو، په ځانګړي ډول د سېلابونو، پر وړاندې ډېر زیان‌من دی او دا مهال د هېواد په کچه د سېلابونو د لارو د پاکولو چارې روانې دي، تر څو اوبه په خپله لاره کې تېرې شي او مرګ ژوبله او مالي زیانونه تر ټولو ټیټې کچې ته راکم شي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د ۲۰۲۶ کال له پیل سره سم د ټولو اړتیاوو او لومړیتوبونو لړلیک ترتیب شوی او یاد فدراسیون کولای شي د همدې لړلیک یا د خپلو اصولو له مخې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې، ښاغلي الکساندر وویل چې له تاسو سره لیدنه زموږ لپاره د ویاړ ځای دی او موږ وینو چې ستاسو اداره په افغانستان کې میلیونونو خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. هغه زیاته کړه چې زموږ هڅه دا ده چې را اېستل شویو کډوالو ته لا ښه خدمتونه وړاندې شي، او د افغانستان لپاره د تمویل کوونکو د بودجې کمېدو ته په کتو IFRC دا ارزونه کوي چې څنګه دغه کموالی جبران کېدای شي. نوموړي وویل چې موږ ډېر لېواله یو تر څو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره په بېلابېلو او اړوندو برخو کې ګډ کار وکړو.

په پای کې، دواړو لوریو د هېواد خلکو ته د مرستو د وړاندې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د همکاریو د لا پیاوړتیا هوکړه وکړه.

همدارنګه هغه ډالۍ چې د محترم ترابي صاحب له لوري په پام کې نیول شوې وه، د صمیمانه فضا په ترڅ کې هغوی ته ورکړل شوه.

نېټه:۱۴۴۷/۸/۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .