له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ادارې د لا ښه والي لپاره د ټولو کارکوونکو وړاندیزونه واورېدل

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۳:۵۶
تصویر خبر

په تېرو څو ورځو کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د دې ادارې د ټولو کارکوونکو طرحې، وړاندیزونه، ستونزې او نظرونه د رئیسانو له کچې څخه تر خدماتي کارکوونکو پورې په خپل دفتر کې  په جلا جلا توګه واورېدل.
په دې لړۍ کې، د ادارې لوی رئیس له هر کارکوونکي سره په جلا جلا ډول وکتل او په دقت سره د هغوی د نظرونو او ستونزو اورېدو ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې په اداره کې باید لا اغېزمن، شفاف او مسؤل کاري چاپېریال رامنځته شي. د دې اقدام موخه د خدماتو د وړاندې کولو د بهیر ښه کول، د اداري او تخنیکي ظرفیتونو پیاوړتیا او په ټولو برخو کې د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول دي.
محترم ترابي صاحب څرګنده کړه، چې د کارکوونکو نظرونه او ګډون د چارو د اصلاحاتو او نوښتونو لپاره ځانګړې ارزښت لري او د ادارې مشرتابه هڅه کوي چې ټولې برخې د اړتیاوو او کاري شرایطو پر بنسټ پیاوړې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د کارکوونکو عملي او اغېزمن وړاندیزونه به د ادارې په تګلارو، تطبیقي پلانونو او کاري نظام کې ځای ومومي.
د ادارې کارکوونکو هم له دې بهیر څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ، په تخنیکي، اداري، د خدماتو وړاندې کولو، د تجهیزاتو برابرولو او د همغږۍ د ښه والي په برخه کې خپلې ځانګړې ستونزې او نظرونه شریک کړل او د ادارې د مشرتابه له پاملرنې یې مننه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د ادارې لوی رئیس، څه موده وړاندې هم ولایتونو ته د سفر پر مهال د دې ادارې په ولایتي ریاستونو کې ورته پروګرام پلي کړی و او د ولایتي کارکوونکو وړاندیزونه یې هم اورېدلي وو.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۱۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .