له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست پکتیا ولایت ته د سفر وروسته د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۶:۱۴
تصویر خبر

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، لوګر ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې لیدنه او له کارونو یې څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د یاد ریاست له هر کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل او د هغوی  څخه یې ستونزي او مشورې واوریدلې او بیا یې  ټول کارمندان پر وخت او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
همداراز، ترابي صاحب په لوګر ولایت کې د یادې ادارې له ګودامونو څخه هم لیدنه وکړه، او د خوراکي او غیرخوراکي توکو د ساتنې، د توکو د ترتیب برابرولو، نظم رامنځته کولو، او اړتیاوو ته په کتو اړمنو کسانو ته د اړینو توکو د وېش په اړه یې اړونده مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې. همداراز ېی د تقنینی سندونو او نورو مکتوبونو د ټولو دوسیو فایلینګ سستم یی تر نظر تیر کړ او د ټولو کارمندانو سره یی نغدۍ کومک وکړې.

نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۱۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۶:۱۸
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، د لغمان ولايت علینګار ولسوالۍ ته په سفر کې د يو کیبلي پل جوړېدو له ځای څخه لیدنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس, محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، لغمان ولایت ته په سفر کې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، قاري خیر محمد غازي او یو شمېر سیمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۳:۵۱
Background image

د لوګر ولایت په مرکز کې ناچاوده توکي کشف او خنثی کړل شول

د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هیلوترسټ ماین پاکۍ نړوالې موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د مرکز د آبچګان دښتې په سیمه کې، ٣ عدده له تېرو جګړو څخه پاتې شوي ناچاوده توکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د پېښو چارو د همغږۍ معین د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه څارنه وکړه او د دې ولایت له والي سره یې وکتل

نن ورځ سه شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د همغږۍ معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د یو تخنیکي، فني او مسلکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .