له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په کابل کې مېشت د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

tamim_azimi
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۲۰:۰
news image

نن د شنبې په ورځ، له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، الحاج ملا نورالدین ترابي، د ایران اسلامي جمهوریت له سفير ښاغلي علي رضا بیکدلي، د هغه له سیاسي سلاکارانو امیر رضا ادیبي او محمد علي محمدي سره وکتل او د پېښو د مديريت او نورو مهمو مسائلو په اړه یې خبرې وکړې. 
په دې ناسته کې، ترابي صاحب د ايران سفير او د هغه مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل، او ايران يې د يو نېک ګاونډي او دوست هېواد په توګه ياد کړ. نوموړي په افغانستان کې د پېښو د مديريت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې ايران د بېلابېلو پېښو رامنځته کېدو پر مهال له افغان ولس سره مرسته کړې، او موږ ترې د زړه له کومې مننه کوو.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي  ادارې سرپرست د ايران د سفير د پوښتنې په ځواب کې، چې د ادارې اړتياوې څه دي، وويل چې ايران د تېلو او صنايعو له پلوه شتمن هېواد دی او د ايران د ناورین د مديريت سازمان کولای شي, چې موږ ته د ۳۴ ولایتونو د اضطراري پروژو لپاره د هر ولایت په کچه لس زره لیټره ډیزل او ۵ زره لیټره پطرول راکړي, چې ټولټال ۳۴۰,۰۰۰ لیټره ډیزل او ۱۷۰,۰۰۰ لیټره پطرول کېږي, ځکه چې د اقلیمي بدلون له امله زموږ په هېواد کې پر لپسې سیلابونه راځي, او له امله یې زموږ د هېودالولو کرنیزې ځمکې، باغونه، کورونه او نور عام المنفعه تأسیسات تر ګواښ لاندې نیولي دي او او موږ د استنادي دیوالونو په جوړولو او د نورو وقایوي پروژو په پلي کولو سره د پېښو د خطرونو مخنیوی کوو, چې دا کار ډېرو تیلو ته اړتیا لري او د دې ترڅنګ یاد سازمان کولای شي چې زموږ د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په برخو کې هم مرسته وکړي، هغه زیاته کړه چې موږ به د دې ادارې نورې اړتياوې هم له تاسو سره شريکې کړو. د ادارې سرپرست وویل چې، موږ له تاسو څخه غواړو چې د پېښو له امله زیانمنو خلکو لپاره هم له موږ سره د خوراکي توکو برابرولو په برخه کې مرسته وکړئ
ورپسې، د ايران اسلامي جمهوریت سفير، ښاغلي علي رضا بیکدلي، د دې ناستې د زمينې له برابرېدو  سره خوښي وښوده او ویې ويل، چې دواړه هېوادونه له انساني، ګاونډيتوب او اسلامي پلوه سره نږدې دي، او دا شريکتياوې مسؤليتونه هم را منځته کوي، له همدې امله موږ له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن يو. هغه زياته کړه چې زموږ اړيکې ورځ تر بلې پياوړې کېږي او د ايران او د فراه ولايت ترمنځ د ۱۱۷ کیلومتره سړک جوړېدل د دې ثبوت دی.
ورته مهال سفير زیاته کړه، چې دا اداره د هغو سازمانونو له ډلې څخه ده چې د سختو حالاتو پر مهال خلکو ته خدمت کوي، نو د ملاتړ وړ ده، او د ايران سفارت به د دې ادارې او د ايران د ناورین ادارې ترمنځ د یو پل په توګه رول ولوبوي.
هغه زياته کړه چې د دې ادارې غوښتنې به د ایران د حوادثو  د اداري سره شريکې کړي، او پايله به يې بيرته تاسو ته ورسوي.
په پای کې، دواړو لوريو د دوامدارو او پياوړو همکاريو ژمنه وکړه.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۱/۱۲ 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین د تخار ولایت له مرستیال او سرپرست والي سره وکتل او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د څارنې او کارکوونکو ته د لارښودنې بهیر یې پیل کړ

 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د فني او تخنیکي پلاوي په مشرۍ، د هېواد ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د سیند د بستر د پاکولو او کیندنې چارې بشپړې شوې

 

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د رئیس محترم الحاج محب‌الله جاهد، د عنابه ولسوالۍ ولسوال محترم مولوي فضل‌الرحمن رحماني او د سیمې د سپین‌ږیرو په شتون کې، د دې ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ اورلګېدنې له امله زیانمنو ته نغدې مرستې ووېشلې

 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وروستۍ اورلګېدنې له امله درې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .