له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په سمنګان ولایت کي د یاد ریاست لپاره د نوې ودانۍ او د ا.ا.ا د مشرتابه لخوا منظور شوې د یو میلیوني پروژې د رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

rahyab
جمعه ۱۴۰۴/۳/۳۰ - ۲۲:۲۳
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په سمنګان ولایت کی د یاد ولایت د مرستیال والي مولوي داد خدا خادم په ملتیا، د یاد ریاست د نوې ودانۍ د رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
یاده ودانۍ چي د ۱۳ میلونه افغانیو په لګښت تر کار لاندی ده چې د اداري خدماتو د ښه والي او د بیړنیو حالاتو پر مهال د لا چټکې ځواب‌وینې په موخه جوړیږي تر دې دمه ۵۰ سلنه کارونه یې بشپړ شوي دې او رغنیزې چارې یې په جدي او منظم ډول روانې دي، باید وویل شي چې دا ډول ودانۍ په څلورو نورو ولایتونو کې هم  لکه کاپیسا، خوست، میدان وردک او کندهار ولایتونو  کی د جوړېدو په حال کې دي. 
د دې سفر په دوام ترابي صاحب د یو لوی پرمختیایي پروژې څخه هم لیدنه وکړه چې ارزښت یې یومیلیون افغانۍ دی او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د هدایت او منظوري پر بنسټ عملي کیږي، د یادي ادارې سرپرست د یادې پروژې د پرمختګ او تطبیق له څرنګوالي څخه له نږدې  څخه ځان خبر  کړ او ټینګار یې وکړ چې باید دا پروژه په شفافه بڼه پر خپل وخت او د تخنیکي معیارونو پر اساس تطبیق شي.
دا لیدنې له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د دوامداره هڅو یوه برخه ده څو په ټول هېواد کې د همغږې، ښه ځواب‌وینې او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي کچه لوړه شي.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۳ هـ.ق
 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۷:۲
Background image

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خنجان ولسوالۍ د والیانو درې د عمومي سړک د بیارغونې چارې، چې د وروستیو سېلابونو له امله تړل شوی و، په بریالیتوب سره بشپړې کړې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یو ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او خنثی شو

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د ( EOD-01) چټک غبرګون ټیم د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د ویاند کلي په یوه سیمه کې له تېرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۴۲
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست ۳۵۰ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشري مرستو خیریه مؤسسې (OHW) ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .