له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په روسیه کې مېشت د افغان سوداګرو لخوا مرسته سوي خوراکي موادو تسلیمي واخیسته

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۵:۱۸
تصویر خبر

نن ورځ له غرمې مخکې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د خبریالانو او رسنیو په شتون کې په روسیه کې مېشت د افغان سوداګرو لخوا د اړمنو لپاره مرسته شوي خوراکي توکي د افغان بزنس سنټر استازي محترم عبدالسمیع الکوزي څخه تسلیمي واخیسته.
ترابي صاحب خبریالانو ته ووېل چې نن ورځ مو په روسیه کې مېشت د افغان سوداګر له استازي څخه ۳۵.۵ ټنه خوراکي توکي چې پکښې۵۰۰ بورۍ اوړه، ۳۰۰ بورۍ وریجې او ۳ ټنه غوړي شامل دي مونږ یې تسلیمي واخیسته او له هغوی یې په قدردانۍ سره د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه. 
نوموړي د خبریالانو لخوا د راتلونکي ژمي لپاره د ژمنیو مرستو په اړه پوښتنو ته په ځواب ویلو سره ووېل چې موږ راتلونکي ژمي ته د چمتووالي په حالت کې یو او په دی اړه مو له موسسو او بېلابېلو سازمانونو سره خبرې هم کړې  دي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان په بېلابېلو ولایتونو کې اړمنو ته د نغدو پیسو د وېش ژمنه کړې ده. 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، د دې ترڅنګ چې د سروې او خلکو ته د مرستو د وېش په برخه کې د شفافیت رامنځته کولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په تېرو څه باندې دوه میاشتو کې مو په مجموع کې څه د پاسه ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې د مرستو د وېش هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي .
ورته مهال عبدالسمیع الکوزي ووېل، دغه مرستې په روسیه کې مېشت د افغان بزنس سنټر مشر محترم حاجي نادرشاه لخوا ترسره شوې دي او اختیار یې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سره دی چې له چا سره مرسته کوي او دغه ډول مرستې به په راتلونکې کې هم دوام ومومي. 

د ربیع الاول ۲۳-۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۵:۹
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له یوې کورنۍ سره خوراکي مرستې وکړې

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یوې زیانمنې کورنۍ ته اوړه، وریجې او ۶ لیټره غوړي ووېشل.

نېټه:۱۴۴۶/۵/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره 

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۴:۱۰
Background image

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۴ زیانمنو کورنیو سره غیر خوراکي مرستې وکړې

د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۴ کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې پروسه کې هرې کورنۍ ته ۳ تختې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۳:۱۳
Background image

له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په خپل کاري دفتر کې د ایمپ نړیوالي غیر انتفاعي مؤسیسې د رئیس او مل پلاوي سره ناسته وکړه

 نن ورځ پنج شنبه له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د آیمپ نړیوالي غیر انتفاعي مؤسیسې د رئیس محمد بیلو او تخنیکي پلاوي سره وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .