له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کي د کډوالو په عمري کمپ کې د کډوالو د وضعیت د ارزوني په موخه له نړیوالو مرستندویو سازمانونو د مسؤلینو سره وکتل

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۷:۲۶
news image

نن ورځ شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست.الحاج ملا نورالدین ترابي د یونیسف، د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) او  UNHCR او  نورو مرستندویو ادارو له مسؤولینو سره د کډوالو د ژوند د ښه والي او ستونزو ته د رسیدو په موخه په عمري کمپ کې وکتل.
یاده لیدنه د دې لپاره تر سره شوه څو د کډوالو د ژوند شرایط له نږدې وکتل شي او شته ستونزې له مسؤلینو سره شریکې شي ترابي صاحب وویل چي اسلامي امارت په هره برخه کي د کډوالو ستونزو ته رسیدنه کړي ده لکه دترانسپورټ، سرپنا، برق، خوراکي توکو او داسي نورو برخو کي زیات خدمات ترسره کړي دي او لا هم په دې برخه کي ځیني ستونزي سته.
همدا راز ترابي صاحب د نړیوالو ادارو څخه غوښتنه وکړه چي ژر تر ژره خپلي مرستي کډوالو ته ورسوي او غوره او اساسي خدمتونه ورته وړاندي کړي لکه د څښاک پاکو اوبو ټانکۍ برېښنا، روغتیايي خدمتونو، حفظ الصحي برخه کي او د خوړو او اړینو توکو  په برخه کي او د کډوالو سره خپل بشري مرستې زیاتې کړي.
د نړیوالو ادارو مسؤولینو ډاډ ورکړ چې دوی به له اړوندو نهادونو سره په همغږۍ کې د یادو ستونزو د حل لپاره کار وکړي او د کډوالو د ژوند د ښه والي لپاره به خپلې هڅې لا زیاتې کړي او هغه امکانات چي په لاس کي لرو کډوالو ته به یی وړاندي کړو.
د لیدني په پای کي ترابي صاحب د نړیوالو ادارو له مرستو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دا همکارۍ به لا پراخې شي.

۱۴۴۶/۱۰/۲۱ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۳۷
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۷ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د AWCPO موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې ۹۷ کورنیو ته، چې په ډنډ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۷ زیانمنو کورنیو ته د خوراکي او غیری خوراکي توکو مرستې ووېشلی

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په سیدآباد او جغتو ولسوالیو کې د وروسیتو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۰۷ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې ورسته د خوراکي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۲:۵۲
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳۵ مستحقو کورنیو ته روغتیایي کېټونه ووېشل 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د OAWCK  مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .