له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست له سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو د نړیوال فدراسیون د رئیس سره وکتل

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۲۱:۰
news image

نن ورځ چهارشنبه، له غرمې وروسته له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د سره صلیب او سرې میاشتې ټولني نړیوال فدراسیون د رئیس نیسوفر میګندي، د پروګرامونو مسؤل احمد سلیمان او د تشریفاتو د مدیر عبدالرشیدهمیم سره  په خپل دفتر کی وکتل
 ښاغلې ترابي صاحب راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ورڅخه وکړه چي تل یې زموږ سره همکاري کړې ده او وویل چي له پېښو سره د مبارزې آمادګی ملي اداره هڅه کوي چي ټولي مرستندویه مؤسیسې وهڅوي او اسانتیاوې ورته برابري کړي ترڅو د دوی کارونه په چټکۍ او اسانۍ سره پر مخ ولاړ شي او زیاته یې کړه چې موږ د خلګو اړتیاوې د دهیواد په کچه راټولي کړي دي او په ډیټابیس سیستم کي مو ثبت کړي ترڅو خپل پروژې د هغې له مخې تطبیق کړو. 
همدا راز ترابي صاحب زیاته کړه چي موږ تل همکارۍ ته چمتو یو او هڅه کوو چي په ټولو برخو کي اسانتیاوي رامنځ ته کړو.
‎وروسته د سره صلیب اوسرې میاشتي نړیوال فدراسیون رئیس ښاغلې نیسوفر میګندي مننه وکړه چي د یادي ادارې د سرپرست سره ملاقات وکړ او خوښي یې څرګنده کړه چي تل یې زموږ سره په هره برخه کي پوره همکاري کړي ده او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې له‌ خوا یې د پروژو د تطبیق لپاره د اسانتیاوو د برابرولو څخه مننه وکړه. 
همدا راز ښاغلې میګندي زیاته کړه چې موږ کوښښ کوو ترڅو په افغانستان کي بشري مرستي او پروژې زیاتي کړو.
ښاغلې میګندي وویل چي بایدموږ داسی ټیمونه ولرو تر څو که یو پېښه وسې ژرتر ژر رسیدنه ورته وکړي او په ولایتونو کي باید خلګو ته د بیلابیلو لارو څخه عامه پوهاوۍ ورکړل سي ترڅو د پیښو پر وړاندي وقایه ولري.
‎د غونډي په پای کې د دواړو خواوو له لوري د مؤثرو پروژو د تطبیق لپاره د دوه اړخیزو همکاریو  دوام لپاره ټینګار وسو.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۴ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .