له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د واش کلسټر له مرستیال سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۵:۵۸
تصویر خبر

نن ورځ سې شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د واش کلسټر له مرستېال ښاغلي ایمانویل سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.
ښاغلي ترابي صاحب، د یاد کلسټر پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د نن غونډه مو په دې موخه جوړ کړې ده چې د بادغیس ولایت د نخچرستان په سیمه کې خلک وچکالۍ ځپلي دي او باید ژر تر ژره د اوبو رسونې سیستم ورته جوړ شي.
همدا راز ترابي صاحب وویل، چې ما خپله د نخچرستان د سیمې څخه لیدنه کړې ده، چې هلته ۴۱ کلي دي چي ۲۷۵۰ کورنۍ کیږي او د وچکالۍ له سخت بحران سره مخ دي چې اوس د څښاک اوبه هم نه لري، نوموړي وویل چې موږ یو سروې کړې ده چې د بالامرغاب د رود څخه د سولر په واسطه اوبه پورته کړي او هلته یو لوی حوض ورته جوړ کړي تر څو د هغه  حوض څخه اوبه یادو کلیو ته د پیپونو په ذریعه انتقال شي، چی اوس د باغیس ولایت د مقام د اوبو ټانکرونه هلته ورځي او د خلکو د اوبو اړتیا پوره کوي.
د واش کلسټر مرستېال ښاغلي ایمانویل د یادې ادارې د سرپرست څخه مننه وکړه او د واش کلسټر په اړه یې معلومات وړاندې کړل، چې واش کلسټر یو مستقل کلسټر دی چې د مؤسسو تر منځ همغږي رامنځ ته کوي او په ۸ زونونو کي یو یو نفر لري تر څو مؤسسه راجلب کړي. 
همداراز ښاغلې ایمانویل وویل چي موږ به د نخچرستان ولسوالۍ د خلکو ستونزه له ډونرانو سره شریکه کړو تر څو ژر تر ژره یوه د حل لاره ورته پیدا کړو او موږ به د دغو وچکالۍ ځپلو خلکو لپاره یو مثبت خبر ولرو.

نېټه:۱۴۴۷/۲/۰۴ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .