له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د مهاجرت نړیوال سازمان IOM د مرستېالي سره وکتل

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۲۰:۵۸
news image

نن ورځ دو شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د مهاجرت نړیوال سازمان IOM د مرستېالي یتیا سکون، دپروګرام مسؤل یاسین الهمدني، د بشري مرستو د لاس رسي مسؤل عدنان بغجتي،  د اړیکو  مسؤل محمد سلیم خالد او همکارانو عبدالمجید نوري او محمد عمر هاشمي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه وړاندي د IOM پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چي IOM سازمان تل زموږ سره په بشري او تخنیکي مرستو کي ګډون کړی دې چي موږ ورڅخه ځانګړي مننه کوو او په راتلونکي یې هم پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
همداراز ترابي صاحب وویل چي مونږ د IOM سازمان څخه مننه کوو چي  په دریو میاشتو کي یې سروې کړي ده او خپل معلومات یې راټول کړي دي او وویل چي په افغانستان کي تر دې هم زیات خلک زیانمن دي او مرستو ته اړتیا لري او باید اساسي او د پام وړ مرستي ورسره وسي.
د IOM سازمان مرستېالي یتیا سکون له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست څخه مننه وکړه چي مونږ ته مو وخت راکړ او زیاته یې کړه چي یادي ادارې تل زموږ سره د طبیعي او غیر طبیعي پېښو  په مخینوي کي زیاته همکاري کړې ده او مونږ به تل هڅه کوو چي د دې ادارې سره همکاره پاته سو.
همداراز د IOM سازمان د پروګرام مسؤل یاسین الهمدني وویل چي مونږ د اقلمي بدلون د زیانونو په اړه څیړنه وکړه او په۳۴ ولایتو کې د دې ادارې مسؤلین پوره راسره همکاره وه او په ۳۴ ولایتونو کي د ۵۰۰ کارمندانو په مرسته ۶۲۹۱۷ کليو کي سروې وشوه او ۹۳۰۳۳ کسانو څخه مو د اقلمي بدلون د زیانونو په اړه معلومات راټول کړي دي.
د غونډي په ورستیو کي د IOM نړیوال سازمان لخوا په ۳ درو میاشتو کي راټول شوي معلومات د پریزنټیشن په شکل د یادي ادارې کار مندانو ته وړاندي کړل او ژمنه وسوه چي په راتلونکي ورځو کي به د یادي ادارې او د IOM  تخنیکي کمیټې ناستي ولري.

نیټه: ۱۴۴۶/۷/۲۶ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

news image


 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .