له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د سره صلیب نړيوال فدراسیون له سرپرست سره لیدنه او خبرې وکړې

tamim_azimi
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۲۱:۶
news image

نن ماسپښين له غرمې وروسته، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست, الحاج ملا نورالدین ترابي، د سره صلیب نړيوال فدراسیون (IFRC) له سرپرست، احمد سلیمان، سره په خپل کاري دفتر کې د بشري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د همکاریو د پراخوالي په اړه لیدنه او خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب د تورخم فرضي کرښې ته د خپل وروستي سفر یادونه وکړه او ویې ویل, چې موږ د یوې اونۍ په موده کې وتوانېدو چې د اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره یو معیاري پنډغالی د لومړنیو امکاناتو په درلودو سره جوړ کړو، څو زموږ هېوادوال وکولای شي هلته د لنډې مودې لپاره په یو مصئون، مناسب او د لومړنیو اړتیاوو له پلوه برابر چاپېریال کې ژوند وکړي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست, د ادارې د پروګرامونو د تشریح پر مهال، د بشردوستانه خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي لپاره د روانو هڅو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا اداره د کافي وړتیا او تجربې په درلودو سره بشپړ چمتووالی لري, چې له نړیوالو ادارو، په ځانګړې توګه د سره صلیب نړیوال فدراسیون سره نږدې همکاري وکړي. ترابي صاحب د ادارې د راتلونکو پلانونو له جملې څخه، د بېړنۍ ځواب وینې لپاره د مرستو رسوونکو ډرون الوتکو تجهیز او د کابل په ولسوالیو کې د ښځینه او نارینه رضاکارانو د انسجام پروژه یاده کړه. هغه وویل چې دا پروژه کولای شي د رضاکارۍ په برخه کې د نورو فعالو بنسټونو لپاره یوه اغېزناکه بېلګه شي.
په دوام کې، د سره صلیب نړيوال فدراسیون سرپرست، احمد سلیمان، د تېرو ناستو د پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل چې ټول بحث شوي موضوعات له همکارو بنسټونو سره شریک شوي او عملي اقدامات د ترسره کېدو په حال کې دي. هغه زیاته کړه چې بحث شوي موضوعات په ډنمارک کې د فدراسیون له مرکزي دفتر سره هم شریک شوي او د بودجې برابرولو هڅې روانې دي.
نوموړي همداراز له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تر منځ د زیانمنو خلکو د اړتیاوو ارزونې او اړینې بودجې د ټاکلو لپاره د راتلونکې ګډې ناستې یادونه هم وکړه. هغه زیاته کړه چې د سویس هېواد یو میلیون ډالر د کډوالو د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي دي.
همداراز, هغه د ادارې له فعالیتونو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه, چې موږ دا اداره د سره صلیب او سرې میاشتې د کورنۍ یوه مهمه برخه ګڼو نوموړي وویل چې په تورخم کې ډېرو بنسټونو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د پنډغالو د کیفیت ستاینه کړې او هڅه کوي چې دا ډول خدمات وړاندې کړي.
په پای کې، دواړو لوریو بشري اړتیاوو ته د اغېزمنې ځواب وینې لپاره د همغږۍ د ساتنې او د ګډو همکاریو پر پراخوالي ټینګار وکړ.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۲ کورنیو ته نغدې مرستې وویشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماشومانو د ساتنې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۲۵ کورنیو ته، چې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له ارزونې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګی رېاست په همغږۍ او همکارۍ د MCPA ماين پاکۍ موسسې د UNDP (STFA) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په غلام بیک کلي کې له تېرو جګړو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .