له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د خوړو نړیوال سازمان WFP د سرپرستي رئیسي او راغلي پلاوي سره وکتل

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۲۱:۴۳
news image

نن ورځ دو شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي د خوړو نړیوال سازمان د  سرپرستي رئیسي میرمن موتینتا چیموکا، د خوړو د سیستمونو مسؤله میرمن انو سارا، داړیکو او بیړینو مرستو مسؤل  عبدالرازق ایوبي او دبیړنیو مرستو کار پوه نوراحمد فیروزي سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
ترابي صاحب له هرڅه وړاندي د WFP پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چي WFP سازمان تل افغان اولس ته بشري  مرستي رسولي دي  چي موږ ورڅخه ځانګړي مننه کوو او تل هڅه کوو چي بیلابیلو سازمانونو او مؤسیساتو ته په هره برخه کي اسانتیاوي رامنځ ته کړو او په دې برخه کي موږ ډیر کار کړي دی.
همدا راز ترابي صاحب وویل چي موږ  ډیټابیس لرو چي هغه سیمي پکښي په نښه شوي دي چي خلګ د خطر ویره ځیني لري او هغه سیمي چي زموږ سره په ډیټابیس کي ثبت دي  استنادي دیوالونو او بیلابیلو پروژه ته اړتیا لري. 
د خوړو نړیوال سازمان سرپرستي  رئیسي میرمن موتینتا چیموکا د یادې ادارې د سرپرست څخه مننه وکړه چي تل یې خلګو ته غوره خدمتونه وړاندي کړي دي او لاهم د خلګو دخدمتونو لپاره هڅي کوي.
اغلي چیموکا زیاته کړه چي موږ او تاسو به په ګډه کار کوو او خلګو ته  به په بیلابیلو برخو کي غوره خدمتونه وړاندي کوو تر څو زیانمني کورنۍ پر وخت د مرستو څخه برخمني سي او اساسي کارونه ورته وسي.
د غونډي په ورسیتو کي پریکړه وسوه چي په نژدې راتلونکي ورځو کي به  د یادي ادارې او WFP  تخینکي ټیمونه  د تخینکي مسایلو د څیړلو لپاره غونډه وکړي.

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۴ هــ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .