له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ ته سفر وکړ او له سېلاب ځپلو سره یې د غمشریکۍ ترڅنګ د (۱،۰۰۰،۰۰۰) یو میلیون افغانیو په ارزښت د وقایوي پروژې د تطبیقولو لپاره یو میلیون افغانۍ  منظورې کړې  

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۲۲:۷
news image

نن ورځ یکشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست؛ محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو ته د رسېدنې او د هغوی د خطرونو د کمولو د هڅو په دوام د یو پلاوي د مشر په توګه د بدخشان ولایت  څخه تر پنجشیر ولایت پوری د بهارک، جرم، یمګان او کران و منجان ولسوالیو ته سفر وکړ.
په دې سفر کې، ترابي صاحب د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو لیدنه وکړه او له ځایي اوسېدونکو سره یې له نیږدې څخه خبرې وکړې. هغه د ځایي خلکو  قومي مشرانو ستونزې، غوښتنې او اړتیاوې واورېدې او بیا یې د یمګان په ولسوالۍ کې د قومي مشرانو سره د یو میلیون افغانیو مرسته وکړه, چې تاسو د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر چتر لاندې د ولسوال صاحب په ملتیا په زیانمنو ځایونو کې چې هر ځای مناسب وي هغه پروژه په دې یو میلیون افغانیو تطبیق کړئ.   
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست قومي مشرانو او نورو غمځپلو ته وویل، چې دا اندازه مرسته که څه هم ستاسو ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولای، خو  د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله یو پيغام دا دی چې تاسو زموږ هیر شوي نه یاست او تاسو زموږ د پاملرنې په لومړیتوبونو کې شتون لرئ او موږ د مرکزي او نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ د نورو مرستو د کولو په هڅه کې یو.
په پای کې د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکو د ترابي صاحب له دې مرستې او پوښتنې څخه مننه وکړه او زیانمنو شویو سیمو ته یې د ادارې د رهبرۍ پاملرنه اغېزمنه یاده کړه.
بیا ترابي صاحب سره د خپل پلاوی د بهارک، جرم، یمګان او کران و منجان د ولسوالیو د متضررینو ځایونو څخه لیدنه وکړه او له هغه وروسته نن د انجمن کوتل د لارې د پنجشیر  ولایت ته ورسېد.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره تل د زیانمنو شویو سیمو د پېژندلو، د خطرونو د کمولو، د خلکو د ځان او مال د خوندي ساتلو او د ټولنې د غښتلي کولو لپاره د اغېزمنو پروژو د تطبیقولو په هڅه کې ده.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۱۰
Background image

د ماین پاکۍ د ۱۲ متخصصینو لپاره د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د مهماتو د تخریب پرمختللی کورس (دریمه لوړه کچه) د DRC ماین پاکۍ مؤسسې په غوښتنه او د ARTIOS نړیوال شرکت په تطبیق سره، د درېیو اوونیو لپاره د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په روزنیز مرکز کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۹
Background image

د پېښو چارو د انسجام معين په شتون کې د کابل ښار د دویمې ناحيې اړوند د کوه تلویزیون په سیمه کې د ښویېدو له خطر سره د مخ ډبرو سروې وشوه

نن ورځ د پنج شنبې سهار د ۰۲/۱/۱۴۴۸ هـ.ق چې د ۱۴۰۵/۰۳/۲۸ نيټې سره سمون لرې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معين، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۰
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ زده کوونکو ته ښوونیز او تفریحي وسایل ووېشل

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د وارچایلډ انګلستان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره  د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .