له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ولایت له والي سره وکتل

tamim_azimi
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۲۱:۳۵
تصویر خبر

نن ورځ دو شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، بامیان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې لیدنه او له کارونو یې څارنه وکړه.
محترم ترابي صاحب د یاد ریاست له هر کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل او د هغوی  څخه یې ستونزي او مشورې واوریدلې او بیا یې  ټول کارمندان پر وخت او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو ته وهڅول.
همداراز، ترابي صاحب په بامیان ولایت کې د یادې ادارې له ګودام څخه هم لیدنه وکړه، او د خوراکي او غیرخوراکي توکو د ساتنې، د توکو د ترتیب برابرولو، نظم رامنځته کولو، او اړتیاوو ته په کتو اړمنو کسانو ته د اړینو توکو د وېش په اړه اړونده مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې. همداراز ېی د تقنینی سندونو او نورو مکتوبونو د ټولو دوسیو فایلینګ سستم یی تر نظر تیر کړ او د ټولو کارمندانو سره یی نغدۍ کومک وکړې.
د دې ترڅنګ، محترم ترابي صاحب د دې سفر په ترڅ کې د بامیان ولایت له والي، محترم مولوي عبدالله سرحدي صاحب سره هم وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د پېښو د مدیریت څرنګوالي، زیانمنو ته پر وخت رسېدنې، او د پېښو د خطرونو د کمولو په موخه د وقایوي پروژو د پلي کولو په اړه خبرې وکړې.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۲۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۷ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په یاد ولایت کې د وروستیو جګړو له امله ۳۶۷ بېځایه شویو کورنیو ته په منوره ولسوالۍ کې له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۳
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د PU-AMI موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په ډنډ پټان او څمکنی ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو او مرکز ګردیز کې په لنډ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۱
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د CRDSA موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .