له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د انګلستان دولت د بشري مرستو د دفتر له استازو سره وکتل

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۲۲:۳۵
news  image

 ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د افغانستان د بشردوستانه ډلې له رئیس، ښاغلي آلاستر جېمز برنټ او د انګلستان هېواد د بشري مرستو د اقتصادي او بشردوستانه چارو له کارپوه، ښاغلي موتومي موینگیروا ګیچارا سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په پیل کې، محترم ترابي صاحب مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اقلیمي بدلونونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د دغو بدلونونو منفي اغېزې یادې کړې. هغه وویل چې افغانستان د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول د ناڅاپي سېلابونو او پراخو وچکاليو له خطرونو سره مخ له خورا زیانمنو سیمو څخه ګڼل کېږي.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست ټینګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو ادارو او نورو بشردوستانه بنسټونو لپاره باید د کار اسانتیاوې رامنځته شي، او د مرستو د وېش په پروسه کې باید بشپړ شفافیت او زیاته همغږي شتون ولري. هغه وړاندیز وکړ چې بشردوستانه مرستې دې د خلکو د حقیقي اړتیاوو پر بنسټ برابرې شي، او که امکان وي له کورنیو سرچینو، ملي بازارونو او یا د نږدې سیمو له بازارونو څخه وپېرل شي، څو د انتقال بهیر یې اسانه او کم لګښت ولري.
محترم ترابي صاحب  په ټول هېواد کې د کوچنیو بېړنیو وقایوي پروژو یادونه وکړه، خو ټینګار یې وکړ چې هېواد ته د لا زیاتو وقایوي پروژو اړتیا ده. هغه د استنادي دیوالونو، کوچنیو بندونو او نورو پراختیایي طرحو په پلې کولو کې د جدي ملاتړ غوښتنه هم وکړه. 
همداراز، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د پراخې راستنېدو موضوع ته هم اشاره وکړه او د دې زیانمن قشر د اړتیاوو د چټکې او اغېزناکې پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
هغه په ټینګار وویل چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې فعالیتونه غیرسیاسي دي او خدمات یې یوازې تر ټولو مستحقو او زیانمنو قشرونو ته رسېږي، نو ځکه بشردوستانه مرستې باید د سیاسي تعاملاتو قرباني نه شي. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طبیعي پېښو د مدیریت په برخه کې له دې ادارې سره ریښتینې او دوامداره همکاري وکړي.
په دوام کې، ښاغلي آلاسټر جېمز برنټ د یادې ادارې له همکاريو مننه وکړه او ویې ویل چې ډېر نړیوال همکار بنسټونه د دې ادارې له مثبت تعامل، چټک اقدام او اسانتیاوو څخه بشپړه خوښي لري. هغه ژمنه وکړه چې د دوی هېواد به یوازې په بشردوستانه برخه کې نه، بلکې د وقایوي او پراختیایي پروژو په تطبیق کې هم مرستې ته دوام ورکوي.
په پای کې، دواړو لورو ټینګار وکړ چې همکاري او همغږي باید لا پیاوړې شي، په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سره دې دا همکارۍ او همغږي زیاتې شي. هغوی د ګډو ژمنو په ترڅ کې د وقایوي پروژو په پلې کولو، د لټون او ژغورنې ټیمونو په جوړولو، او د بیړنیو حالاتو لپاره د پرمختللو تجهیزاتو پر برابرولو ټینګار وکړ.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۳۶
Background image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۰ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، یاد ولایت ته له پاکستان او ایرن څخه په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۳:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت په تشکاني ولسوالۍ کې دوه د څښلو وړ اوبو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ACTED مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکي یې AHF دی، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷ مستحقو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدې مرستې ووېشلې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په همغږۍ، د یاد ولایت اړوند د ۴ شهیدانو ورثه، ۳۱ مستحقو او د ۲ ټپیانو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .