د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷ مستحقو کورنیو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدې مرستې ووېشلې
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په همغږۍ، د یاد ولایت اړوند د ۴ شهیدانو ورثه، ۳۱ مستحقو او د ۲ ټپیانو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي، غیر خوراکي او نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې ۳۷ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تور چای، ۲ جوړه چپلکې او له یاد شمېر کورنیو څخه ۳۴ کورنیو هرې یوې ته په یادو مرستو سربېره ۲ تختې کمپلې هم ووېشل شوې، همدارنګه د ۴ شهیدانو هر ورثه ته د یادو مرستو ترڅنګ ۲۰،۰۰۰ افغانۍ او د ۲ تنه ټپیانو هر یوه کورنۍ ته په خوراکي او غیر خوراکي مرستو سربېره ۱۰،۰۰۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال د نغدي پیسو ترلاسه کوونکو لپاره سل زره (۱۰۰،۰۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۷/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
