له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
تصویر خبر

نن ماسپښین وروسته، د یکشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، ارزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له کارکوونکو سره د هغوی د ستونزو, نظرونو او وړاندیزونو د اورېدو په موخه وکتل او ترڅنګ یې د یاد ریاست له ګدامونو څخه هم لیدنه وکړه. 
په دې کتنه کې، د ادارې سرپرست  د یاد ریاست له هر کارکوونکي سره په جلا جلا توګه وکتل او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې او د حل لپاره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ترابي صاحب د ارزګان ولایت له  پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکو ته ووېل چې د مراجعینو سره نیک چلند، د کارونو پر وخت او بې له ځنډه ترسره کول، د بیت المال په سمه توګه کارول او اداري اصول مراعاتول باید په جدي توګه پام کې ونیسي. همداراز، نوموړي له هغوی وغوښتل چې د ولس ریښتیني خدمت کوونکي واوسي او د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ لپاره خپله ټوله انرژي او مسلکي پوهه په سمه توګه وکاروي.
په پای کې، د ارزګان ولایت له  پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست کارکوونکو د ادارې له سرپرست څخه د دوی د حال احوال اخیستلو او د ستونزو د اورېدو له امله مننه وکړه. همداراز، هغوی ډاډ ورکړ چې د ادارې د مشرتابه د لارښوونو او پریکړو سره سم خپل کاري پلانونه به لا په ښه توګه عملي کړي.

نیټه: ۱۴۴۶/۹/۰۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳۴
Background image

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کاپیسا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۳۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۸۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د واما ولسوالۍ ۱۸۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .